‫‪81251‬‬ ‫اجراييوي لنډيز‬ ‫سريزه‪:‬‬ ‫د ملي پيوستون پروګرام )‪ (NSP‬په افغانستان کې د بيارغونې په برخه‬ ‫کې تر ټولو ستر پروګرام دی‪ .‬په ‪ ٢٠٠٣‬کال کې ددې پروګرام له پيل‬ ‫راپديخوا‪ ،‬ددې پروګرام په چوکاټ کې د افغانستان د ټولو ‪ ٣۴‬واليتونو‬ ‫په ‪ ٣۶١‬ولسواليو کې ‪ ٣٢٠٠٠‬سيمه ييزې پراختيايي شورای ګانې‬ ‫)‪ (CDCs‬جوړې شوي او نږدې ‪ ۶۵٠٠٠‬پراختيايي پروژې يې تمويل‬ ‫کړي دي‪.‬‬ ‫ملي پيوستون ھڅه کوي چې بنسټيزو خدماتو ته د کليوالي خلکو السرسی‬ ‫ښه کړي او د دموکراتيکو معيارونو )د ښځو د ګډون په شمول( پر اساس‬ ‫د محلي حکومتولۍ لپاره يو بنسټ رامنځته کړي‪ .‬دغه پروګرام د کلي په‬ ‫کچه د دوو سترو فعاليتونو پر بنسټ جوړ شوی دی‪) :‬الف( د سري او‬ ‫محرمو رايو او د جنسيت د توازن په پام کې نيولو سره د انتخاباتو له‬ ‫الرې د سيمه ييزو پراختيايي شورای ګانو رامنځته کول او )ب( د ھرې‬ ‫کورنۍ پر سر د ‪ ٢٠٠‬امريکايي ډالرو ځانګړي کول‪ ،‬چې ديوې شورا پر‬ ‫په بلخ کې د کليوالي پراختيايي شورا ټاکنې‬ ‫سر يې اعظمي حد ‪ ۶٠٠٠٠‬امريکايي ډالرو ته رسٻږي‪ ،‬چې د کلي په‬ ‫کچه ھغه فرعي پروژې تمويل کړي چې د سيمې د پراختيايي شورای لخوا د کليوالو په مشوره انتخاب‪ ،‬ډيزاين او پر مخ يوړل شي‪.‬‬ ‫د ملي پيوستون پروګرام د اغٻزو شننه څوکلن نمونه يي کنټرولي فعاليت دی‪ ،‬چې د اقتصادي‪ ،‬سياسي او ټولنيزو شاخصونو د يوې پراخې‬ ‫ټولګې پر اساس د ملي پيوستون د دوھم پړاو د پلي کٻدو اغٻزې معلومې کړي‪ .‬په داسې حال کې چې تر دې مخکې د دې پروګرام څو کيفی‬ ‫سروګرانې ترسره شوي‪ ،‬د اغٻزو دا شننه يوه ستره نمونه يي کميتي ارزونه ده‪ ،‬چې کولی شي د پروګرام د اغٻزو په اړه دقيق اټکلونه‬ ‫راوسپړي‪.‬‬ ‫ميتود او معلوماتي سرچينې‬ ‫د دې سروې په نمونه کې ‪ ۵٠٠‬کلي شامل دي‪ ،‬چې د ملي پيوستون د پروګرام او پلي کوونکو ھمکارانو لخوا په ګډه د ‪ ٢٠٠٧‬زٻږديز کال په‬ ‫منځ کې انتخاب شوي ول‪ .‬دغه ‪ ۵٠٠‬کلي په اتفاقی او مساويانه ډول د بلخ‪ ،‬بغالن‪ ،‬دايکندي‪ ،‬غور‪ ،‬ھرات او ننګرھار واليتونو په ‪ ۵٠٠‬ولسواليو‬ ‫کې موقعيت لري‪ .‬د ارزونې ټيم له ‪ ۵٠٠‬کليو ‪ ٢۵٠‬ھغوی‪ ،‬چې د ملي پيوستون پروګرام په کې پلی شوی و‪ ،‬له کلسترونو په غير منظم ډول د‬ ‫مشابه جوړو د انتخاب په طريق په تصادفی ډول غوره کړل‪ ،‬او د دې سروې په اړونده ګروپ کې يې شامل کړل‪ ،‬او پاتې کلي يې په کنترولي‬ ‫ګروپ کې ورځای کړل‪ .‬د ملي پيوستون پروګرام د ارزونې ډيزاين د دې په يقيني کولو سره چې د کاري ډلې ځانګړنې په منځني ډول د‬ ‫کنټرولي ډلې له ځانګړنو سره يو شان دي‪ ،‬د پروګرام د اغٻزو يوه روښانه او بې پرې اټکل ته الره ھواروي‪ .‬نو پدې توګه ھر اختالف‪ ،‬چې د‬ ‫دې دواړو کليوالي ډلو ترمنځ رامنځته کٻږي‪ ،‬په کلي ډول په دې پروګرام پورې اړه لري‪.‬‬ ‫ھغه لومړنۍ‪ ،‬منځنۍ او وروستۍ سروې ګانې‪ ،‬چې د ‪ ٢٠٠٧‬کال د اګسټ او د ‪ ٢٠١١‬کال د اکتوبر د مياشتې تر منځ تر سره شوې‪ ،‬د دې‬ ‫مطالعې لپاره معلومات چمتو کوي‪ .‬په ټوليزه توګه په دې سروې ګانو کې د ‪ ٢۵٠٠٠‬کورنيو له نارينه او ښځينه غړو سره مرکې شوي او له‬ ‫کليوالي مشرانو او ښځو سره څه باندې ‪ ٢۶٠٠‬فوکس ګروپونه يا ډلييزې مرکې تر سره شوي دي‪ .‬د منځنيو سروې ګانو معلومات د ملي‬ ‫پيوستون د پروګرام تر پيل دوه کاله وروسته او ھمدارنګه وروسته تر دې چې ټولو په نظر کې نيول شويو کليو خپلې پروژې انتخاب کړي‪ ،‬د‬ ‫دې پروګرام داغٻزو لپاره وکارول شولې‪ ،‬چې په دې وخت کې د ملي پيوستون پروګرام لخوا تمويلٻدونکې پروژې ‪ ٨٢‬سلنه بشپړې شوې‪ .‬د‬ ‫وروستۍ سروې معلومات د دې لپاره وکارول شول‪ ،‬چې د ملي پيوستون پروګرام تر پلي کٻدو وروسته څلور کلنې اغٻزې وارزوي يانې دا‬ ‫مھال د ملي پيوستون لخوا تمويلٻدونکې پروژې ‪ ٩٩‬سلنه بشپړې شوې وې‪ ،‬خو کنترولي کلي ال د ملي پيوستون پروګرام تر پوښښ الندې نه ول‬ ‫راغلي‪ .‬ھمدارنګه دې مطالعې د کلوالي ګټو د تحليل د موندنو په اړه ھم وضاحت رامنځته کړ‪ ،‬چې دغو موندنو کلي د کلي د مشرانو لخوا د‬ ‫خوراکي مرستو د مساويانه وٻش په برخه کې د پروګرام اغٻزې ارزيابي کړې‪.١‬‬ ‫‪                                                            ‬‬ ‫‪ ١ ‬د کليوالي مرستو د ويش د شننې نتايج چې د بيت‪ ،‬کرستيا او انيکولوپوف په راپور کې راټول شوي‪.‬‬ ‫‪١‬‬ ‫د نمونې په اصلي کليو کې د ملي پيوستون د پروګرام پلي کٻدل د ‪ ٢٠١١‬کال په وروستيو کې د لومړنۍ سروې په تعقيب تر سره شول‪ ،‬چې‬ ‫نږدې په دې ټولو کليو کې دغه پروګرام په ‪ ٢٠١١‬کال کې بشپړ شو‪ .‬سره له دې چې د ملي پيوستون درٻيم پړاو د دې مستلزم دی‪ ،‬چې کليو ته‬ ‫د مالي وجھې دويمه دوره په پام کې ونيول شي‪ ،‬خو تر دې مھاله يوازې ‪ ٢۵٠‬په نظر کې نيول شويو کليو د ملي پيوستون د لومړۍ دورې‬ ‫مرستې ترالسه کړي دي‪.‬‬ ‫د موندنلو لنډيز‬ ‫دغه مطالعه يو لړ فرضيې ازمويي‪ ،‬کوم چې اسانتياوو‪ ،‬خدماتو او زٻربناوو ته‬ ‫د کليوالو د السرسي‪ ،‬د کليوالو د اقتصادي ھوساينې‪ ،‬سيمه ييزې حکومتولۍ‪،‬‬ ‫سياسي دريځ او دولت جوړونې او ټولنيزو نورمونو په برخه کې د ملي‬ ‫پيوستون د منځنۍ او وروستۍ سروې ګانو په ترڅ کې د‪ ‬دې پروګرام اغٻزې تر‬ ‫ازموينې الندې نيسي‪ .‬د‪ ‬دې فرضيو د ازمويلو پايلې په لومړي جدول کې‬ ‫خالصه شوي دي‪:‬‬ ‫وسايلو‪ ،‬خدماتو او زٻربناوو ته السرسی‬ ‫د ملی پيوستون پروګرام بنسټيزو اسانتياوو ته السرسي ته پراختيا ورکوي‪ .‬د‬ ‫ملي پيوستون له الرې تمويلٻدونکې د څښاک د اوبو پروژې د څښاک پاکو اوبو‬ ‫ته السرسی زياتوي‪ ،‬چې د دې پروګرام په پايله کې د وروستۍ سروې له مخې‬ ‫له دې اسانتياوو څخه په زياته کچه ګټه اخيستنه په ډاګه کوي‪ .‬ھمدارنګه د ملي‬ ‫پيوستون پروګرام ھغه موده ھم رالنډه کړې ده‪ ،‬چې يوې کورنۍ به د اوبو په‬ ‫راوړلو لګوله‪ ،‬خو داوبو د کيفيت او د اوبو د کموالي د پيښو په برخه کې يې‬ ‫اوږدمھاله اغٻزې نه درلودې‪ .‬د ملي پيوستون پروګرام لخوا تمويلٻدونکې د‬ ‫برٻښنا پروژو د برٻښنا کارول زيات کړل‪ ،‬چې د دې پروګرام د حساب له مخې‬ ‫څلور ځلي دغه کارونه زياته شوې ده‪  .‬‬ ‫په دولينه ولسوالۍ کې د يوه کلي منظره‬ ‫د ملي پيوستون پروګرام ھمدارنګه د ښځو لپاره زده کړو‪ ،‬روغتيايي خدمتونو‬ ‫او مشورتي خدماتو ته السرسی زيات کړی دی‪ .‬لکه څنګه چې د ملي پيوستون پروګرام معموالً دا ډول خدمات نه تمويلوي‪ ،‬نو دغه اغٻزې په‬ ‫غير مستقيم ډول د ملي پيوستون لخوا د نورو بدلونونو په ترڅ کې رامنځته شوی دي‪ .‬د ملي پيوستون پروګرام ښوونځيو کې د نجونو ګډون او د‬ ‫نجونو د زده کړې کيفيت لوړوي‪ ،‬خو په ښوونځيو کې د ھلکانو په ګډون کومه اغٻزه نه لري‪ .‬په ھمدې ډول د ملي پيوستون پروګرام د ډاکټرانو‬ ‫لخوا د ماشومانو او د اميدوارۍ پر مھال د ميندو او ناروغانو او ټپيانو معاينې ته زمينه ھواروي‪ ،‬خو په نورو روغتيايي خدماتو اغٻزه نه لري‪.‬‬ ‫په پايله کې‪ ،‬د ملي پيوستون پروګرام د ھغو کسانو شمٻر لوړوي‪ ،‬چې ښځې کولی شي‪ ،‬له ھغوې سره خپلې ستونزې شريکې کړي‪.‬‬ ‫د کليو په کچه د ملي پيوستون د اوبو لګولو او ترانسپورتي پروژې ډٻرې زياتې بريالۍ نه وې‪ .‬د اوبو لګولو پروژو په ټوليزه توګه اوبو لګولو‬ ‫ته د ځمکوالو کليوالو د السرسي په برخه کې د پام وړ اغٻزې نه لري‪ .‬که څه ھم داسې کمزوري شواھد شته چې د منځنيو سروې ګانو له مخې‬ ‫سيمه ييزو ټرانسپورتي پروژو د کليوالو السرسي ډٻر کړې دی‪ ،‬خو دغه اغٻزې دوامداره نه وې او داسې شواھد نشته‪ ،‬چې دا ډول پروژو به له‬ ‫کلي څخه ولسوالۍ ته په تګ او يا د ولسوالۍ مرکز ته د کليوالو د تګ راتګ په شمٻر )د نارينه و کليوالو تګ د ولسوالۍ مرکز ته( اغٻزه کړي‬ ‫وي‪.‬‬ ‫داسې کمزوري شواھد موجود دي چې د ملي پيوستون لخوا تمويلٻدونکې پروژې تر بشپړٻدو وروسته د نارينه کليوالو پراختيايي اړتياوې پوره‬ ‫کړي‪ ،‬لکه څنګه چې دا موضوع د بيالبٻلو پروژو لخوا چې د کلي لپاره ډٻرې اړينې ګڼل کٻږي‪ ،‬په ډاګه شوٻده‪ .‬د ملي پيوستون پروګرام د‬ ‫څښاک د اوبو پروژو ته اړتيا کموي‪ ،‬چې دغه پروژې د ھرې بلې پروژې په پرتله د زيات شمٻر نارينه کليوالو لخوا په ګوته شوې دي‪.‬‬ ‫اقتصادي ھوساينه‬ ‫د ملي پيوستون پروګرام د کليوالو په ځانګړې توګه د ښځو پر اقتصادي درک او خوش بيني اغٻزه لري‪ .‬ښځينه کليوالې د اوسني اقتصادي حالت‬ ‫په برخه کې ښه برداشت او خوش بيني لري‪ ،‬چې دا موضوع په لومړنۍ او منځنۍ سروې کې په داګه شوٻده‪ .‬د نارينه کليوالو اقتصادي برداشت‬ ‫‪٢‬‬ ‫او خوش بيني په منځنۍ سروې کې پرمختګ په ډاګه کوي‪ ،‬خو په وروستۍ سروې کې د خوش بيني په برخه کې ضعيفه شواھد موجود دي او د‬ ‫اقتصادي برداشت داوږدمھاله اغٻزو په برخه کې ھٻڅ شواھد موجود ندي‪.‬‬ ‫د اقتصادي برداشت له بدلون سره سره‪ ،‬د اقتصادي فعاليتونو د اھدافو د څٻړنو په برخه کې کمې اغٻزې تر سترګو شويدي‪ .‬په منځنۍ سروې‬ ‫کې‪ ،‬کمزوري شواھد موجود دي‪ ،‬چې د ملي پيوستون پروګرام د کورنيو په عايداتي سرچينو او د کالوري په اخيستو کې ډٻر کم زياتوالی په‬ ‫ډاګه کوي‪ ،‬خو داسې پرٻکنده شواھد نشته چې د پروژو تر بشپړٻدو وروسته د دې اغٻزو دوام په ډاګه کړي‪ .‬په وروستۍ سروې کې د مالي‬ ‫وجھو د اغٻزو په اړه‪ ،‬چې د کورنيو لخوا پور اخيستل شوې دي‪ ،‬کم شواھد موجود دي‪ .‬د ملي پيوستون پروګرام په منځنۍ او وروستۍ سروې‬ ‫کې د عايداتو په کچه‪ ،‬د عوايدو په تنظيم‪ ،‬د مصرف په کچه‪ ،‬د مصرف په اختصاص‪ ،‬ګټو او خوراکي تزلزل ښکاره اغٻزې نه درلودې‪.‬‬ ‫ھمدارنګه داسې شواھد ھم نشته چې د ملي پيوستون پروګرام دې په عمومي توليداتو او د بازار موندنې په عوايدو کومه اغٻزه ولري‪ .‬د ملي‬ ‫پيوستون پروګرام په کرنيزو حاصالتو‪ ،‬توليداتو يا د غلو دانو په پلورلو کومه اغٻزه نه لري‪ ،‬خو په منځنۍ سروې کې يې د کرنيزو محصوالتو‬ ‫د پلورلو له امله لنډمھالې اغٻزې لرلي دي‪ .‬ھمدارنګه د ملي پيوستون پروګرام په دې ھم اغٻزه نه لري چې کورنۍ څاروي يا د څارويو‬ ‫محصوالت وپلوري او يا دې له دې الرې عوايد تر السه کړي‪ .‬که څه ھم د ملي پيوستون پروګرام په منځنۍ سروې کې د السي صنايعو پلورل‬ ‫او له دې الرې عوايد زيات کړي دي‪ ،‬خو دغه اغٻزې اوږدمھالې نه دي‪ .‬په منځنۍ او وروستۍ سروې کې ځينې داسې شواھد موجود دي چې د‬ ‫ملی پيوستون پروګرام له کلي څخه کډوالۍ کمې کړي دي‪.‬‬ ‫د اقتصادي ھوساينې په برخه کې د ملي پيوستون د پروګرام اغٻزې تر ډٻره حده د اقتصادي فعاليتونو په برخه کې د بشپړو شويو پروژو په‬ ‫پرتله له اختصاصي پيسو څخه زياته سرچينه اخيستې ده‪ .‬دا کار د زٻر بنايي پروژو د مثبتو اغٻزو په نشتوالي داللت کوي‪ .‬خو له دې سره سره‪،‬‬ ‫د ښځو په اقتصادي برداشت دوامداره مثبتې اغٻزې ھغه پراختيا په ډاګه کوي چې د ښځو ژوند ته د ملي پيوستون د فعاليتونو او د ملي پيوستون‬ ‫لخوا د تمويل شويو پروژو له الرې ور په برخه شوٻده‪.‬‬ ‫سيمه ييزه حکومتولي‬ ‫د ملي پيوستون پروګرام د محلی جرګو د شمٻر په زياتولو سره‪ ،‬چې لږ تر لږه يوه ښځينه غړې لري‪ ،‬د محلی حکومت له جوړښت سره مرسته‬ ‫کوي‪ .‬ھمدارنګه د کليوالي پراختيايي شورای ګانو رامنځته کٻدل د دې المل کٻږي چې د کلي مشران له دې شورا سره خپلې ستونزې شريکي‬ ‫کړي او د پروژې د پلي کٻدو په اوږدو کې مرسته وکړي‪ ،‬خو دا کار د پروژې تر بشپړٻدو وروسته دوام نه کوي‪ .‬داسې شواھد موجود ندي‪،‬‬ ‫چې د ملي پيوستون پروګرام دې د کلي له تصميم نيوونکې ډلې سره نوي مشران معرفي کړي‪.‬‬ ‫د ملي پيوستون د پروګرام لخوا د سيمه ييزو پراختيايي شورای ګانو رامنځته کٻدل په منځنۍ سروې کې د سيمه ييزې حکومتدارۍ د خدمتونو‬ ‫زياتوالی‪ ،‬د کليوالي مشرانو لخوا دخدماتو د کچې زياتوالی او د سيمه ييزې حکومتدارۍ د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د شورا ګانو د‬ ‫استازو د تر سره کٻدونکې ونډې زياتوالی په ډاګه کوي‪ .‬خو دغه اغٻزې په عمومي ډول د ملي پيوستون د فعاليتونو تر بشپړٻدو وروسته دوام نه‬ ‫کوي‪ .‬د ملي پيوستون پروګرام په ھغو غونډو کې ھم زياتوالی رامنځته کړی چې په کلني ډول د شوراګانو د استازو تر منځ په الره اچول کٻږي‪.‬‬ ‫ھمدارنګه قوي شواھد موجود دي‪ ،‬چې د ملي پيوستون پروګرام د سيمه ييزې حکومتوالۍ د ھغو خدمتونو وړاندې کول زياتوي چې ښځو ته‬ ‫ځانګړي دي او اغٻزې يې تر وروستۍ سروې پورې دوام وکړ‪.‬‬ ‫د ملي پيوستون پروګرام په منځنۍ سروې کې په محلي اداره کې د کليوالو ګډون زياتوي‪ ،‬لکه څنګه چې په غونډو کې د ګډون او د مشرانو د‬ ‫پرٻکړو د بدلون له الرې معلوم شوي دي‪ .‬د ملي پيوستون پروګرام‪ ،‬په محلی اداره کې د شورا د استازو د شاملٻدو غوښتنه ھم زياته کړې ده‪.‬‬ ‫خو له دې سره سره‪ ،‬کله چې د مشرانو د پرٻکړې د بدلون ھيله دوام وکړي‪ ،‬ملي پيوستون په دې باندې دوامداره اغٻزه نه لري‪ ،‬چې کليوال دې‬ ‫په غونډو کې ګډون وکړي او که په دې عقيده پاتې شي‪ ،‬چې شورا بايد په محلی اداره کې ونډه واخلي‪.‬‬ ‫د وروستۍ سروې موندنې د دې ښکارندويي کوي چې د ملي پيوستون پروګرام د نارينه کليوالو په عقيده په سيمه ييزه حکومتولۍ منفي اغٻزه‬ ‫درلوده‪ .‬په ځانګړې توګه‪ ،‬نارينه کليوال د پروژې تر بشپړٻدو وروسته د سيمه ييزو مشرانو له کار څخه کم راضی وو او د کلي د مشرانو له‬ ‫وروستيو پرٻکړو سره په زيات احتمال ډٻر کم موافق ول‪ .‬په منځنۍ سروې کې د ملي پيوستون پروګرام ھغه کچه زياته کړې وه‪ ،‬چې د کلي‬ ‫مشران د ښځو د اړتياوو پر وړاندې ځواب ورکوونکي وګڼل شي‪ ،‬خو دغو اغٻزو زيات دوام ونکړ‪ .‬د کليوالي مرستو د ويشلو تحليل )‪(VBDA‬‬ ‫ھغه شواھد په ډاګه کوي‪ ،‬چې د حکومتولۍ تر سترګو شوی خرابٻدونکي کيفيت تر ډٻره حده د محلي ادارې د حساب ورکولو د کمزوري کٻدو له‬ ‫امله وه‪ ،‬چې المل يې د موجود غير رسمي مشرتابه په خوا کې د موازي محلی شورای ګانو رامنځته کٻدل او د پروژې تر بشپړٻدو وروسته د‬ ‫دې دوو نھادونو د مسووليتونو تر منځ د روښانه واټن نشتوالی و‪.‬‬ ‫سياسي دريځ او دولت جوړونه‬ ‫‪٣‬‬ ‫قوي شواھد موجود دي چې د ملي پيوستون پروګرام په ‪ ٢٠١٠‬زٻږديز کال کې په پارلماني‬ ‫ټاکنو کې رايه ورکول زيات کړي دي‪ ،‬چې د ملي پيوستون په اصلي کليو کې د ھغو نارينه او‬ ‫ښځينه کليوالو په وينا‪ ،‬چې ادعا يې کوله‪ ،‬رايه يې ورکړې ده‪ ،‬فيصدي يې په ترتيب سره ‪ ۴‬او‬ ‫‪ ١٠‬لوړه شوې وه‪ .‬ھمدارنګه د ملي پيوستون پروګرام په محلي اداره کې د دموکراتيکو‬ ‫پروسو له کارولو څخه ستاينه لوړه کړې ده‪ ،‬چې دا موضوع د ھغو نارينه کليوالو د شمٻر په‬ ‫لوړٻدو سره په ډاګه شوٻده چې دې ته يې ترجيح ورکړې چې د کلي مشر بايد د سري يا پټو‬ ‫رايو په ترڅ کې وټاکل شي‪ .‬خو له دې سره سره د ملي پيوستون پروګرام د دموکراټيکو ټاکنو‬ ‫او د ګډون له مخې د پرٻکړې د پروسيجر په برخه کې د ښځو پر نظرونو کومه اغٻزه نده‬ ‫کړې‪ .‬ھمدارنګه د نارينه کليوالو په دې باور يې ھم تاثير نه درلود‪ ،‬چې ولسمشر يا والي بايد‬ ‫انتخابي وي‪ ،‬په ھمدې ډول د نارينه کليوالو په دې عقيده يې ھم اغٻزه نده کړې‪ ،‬چې د‬ ‫حکومتوالې په اړه بايد په عام محضر کې بحث وشي او د دې موضوع د مالتړ په برخه کې‬ ‫يې ھم اغٻزه نه درلوده‪ ،‬چې د کلي سترې ستونرې بايد د پراخ ګډون په ترڅ کې ھوارې شي‪.‬‬ ‫ھغه شواھد چې د ملي پيوستون پروګرام د مرکزي حکومت مشروعيت زياتوي‪ ،‬ډٻر کم دي‪ .‬د‬ ‫ملي پيوستون پروګرام په دې باندې کومه اغٻزه نه لري چې کليوال دې په دې عقيده وي چې‬ ‫حکومت بايد د محلي جرمونو په اړه قضاوت وکړي‪ ،‬د ښوونځيو نصاب چمتو کړي‪ ،‬تذکرې‬ ‫ووٻشي او يا د عوايدو ماليات راټول کړي او يا دې کليوال يوه مرکزي دولت ته ترجيح‬ ‫ورکړي او که يوه کمزوري فدراسيون ته‪ .‬په منځنۍ سروې کې د ملي پيوستون پروګرام د‬ ‫کليوالو او حکومتي چارواکو او د افغان ملي ځواکونو له استازو سره اړيکې زياتې کړې وې‪،‬‬ ‫خو دغه اغٻزې دوامداره نه وې‪.‬‬ ‫قوي شواھد موجود دي چې د ملي پيوستون پروګرام په منځنۍ سروې کې د حکومت په اړه‬ ‫نظريات غښتلي کړي دي‪ ،‬خو په وروستۍ سروې کې په دې اړه کمزوري شواھد موجود دي‪.‬‬ ‫د پروژې د پلي کٻدو په اوږدو کې د ملي پيوستون پروګرام په زياته کچه د بٻالبٻلو دولتي ادارو ستاينې ته پراختيا ورکړې وه‪ ،‬خو دغه اغٻزه د‬ ‫پروژې تر بشپړٻدو وروسته کمه شوٻده‪ ،‬په داسې حال کې چې د ولسمشر او مرکزي حکومت د چارواکو په اړه ډٻرې کمې مثبتې اغٻزې‬ ‫موجودې وې‪ .‬ھمدارنګه دغه موضوع د غير حکومتي موسسو د چارواکو لپاره صدق کوي‪ ،‬خو له دې سره سره‪ ،‬د ملي پيوستون پروګرام د‬ ‫ايساف د سرتٻرو په اړه اوږدمھاله مثبتې اغٻزې لرلي دي‪.‬‬ ‫داسې نه ښکاري‪ ،‬چې د ملي پيوستون پروګرام دې په ھغو کلو باندې چې له تاوتريخوالي څخه رنځٻږي‪ ،‬کومه اغٻزه ولري‪ ،‬چې دا موضوع په‬ ‫منځنۍ او وروستۍ سروې کې د کليوالو لخوا په ډاګه شوٻده‪ .‬ھمدارنګه داسې شواھد ھم نشته‪ ،‬چې د ملي پيوستون پروګرام دې د وسلوالو‬ ‫مخالفينو په دې وړتيا باندې اغٻزه وکړي چې د خلکو محصوالت غصب کړي‪ .‬خو له دې سره سره‪ ،‬د ملي پيوستون پروګرام د سيمه ييز امنيت‬ ‫په اړه د نارينه او ښځينه کليوالو نظرياتو ته په منځنۍ سروې کې په مثبت لوري بدلون ورکړی دی‪ ،‬خو يوازې د نارينه کليوالو دغه مثبت نظر‬ ‫د پروژو تر بشپړٻدو وروسته دوام موندلی دی‪.‬‬ ‫په منځنۍ سروې کې د حکومت په اړه د نظرياتو په برخه کې د ملي پيوستون اغٻزې په ډاګه شوي دي‪ ،‬چې د دې پروګرام په اړه عمومي‬ ‫برداشت داسې و چې دغه پروګرام د حکومت لخوا پر الره اچول شوی دی او د کليوالو لخوا په مثبت ډول ومنل شو‪ .‬خو له دې سره سره‪ ،‬د‬ ‫حکومت په اړه د برداشت په برخه کې مثبتو اغٻزو تر ډٻره حده د پروژې د پلي کٻدو له مودې سره تړاو درلود‪ ،‬چې کليوال د پروژې د بوديجې‬ ‫له زياتٻدو سره په عمومي توګه د حکومت په اړه پخوانی دريځ خپل کړ‪ .‬يعنې دا په دې مانا چې د حکومت مشروعيت په منظم ډول د عامه‬ ‫خدماتو په وړاندې کولو او له ھغو کسانو سره په اړيکو پورې تړلی دی‪ ،‬چې دغه خدمات وړاندې کوي‪ ،‬نه يوازې دا چې د پراختيا او ا نکشاف‬ ‫پايلې غښتلې کړي‪.‬‬ ‫ټولنيز معيارونه‬ ‫د دې په پام کې نيولو سره چې د عامه سرچينو پرٻکړې کله ناکله کيدای شي د ټولنو تر منځ تقسيمات ال پسې خراب کړي‪ ،‬موږ داسې ضعيفه او‬ ‫کمزوري شواھد ترالسه کړل چې د پروژې د پلي کٻدو په موده کې د ملي پيوستون پروګرام د شخړو او دښمنيو پٻښې زياتې کړي دي‪ ،‬په داسې‬ ‫حال کې چې د شخړو د ھوارولو اندازه يې کمه کړې ده‪ .‬دغه عمومي اغٻزې د پروژې تر بشپړٻدو وروسته له منځه ځي‪ ،‬په داسې حال کې چې‬ ‫داسې کمزوري شواھد موجود دي چې د ملي پيوستون پروګرام د کليو تر منځ شخړې راکمې کړي دي‪ .‬ھمدارنګه په منځنۍ سروې کې ځينې‬ ‫داسې شواھد ھم ترالسه شوي دي چې د ملي پيوستون پروګرام د نارينه کليوالو تر منځ بين الفردي اعتماد زيات کړی دی‪ ،‬خو له دې سره سره‪،‬‬ ‫په وروستۍ سروې کې د نارينه کليوالو لپاره داسې کومې اغٻزې موجودې نه وې او ھمدارنګه په منځنۍ او وروستۍ سروې کې د ښځينه‬ ‫کليوالو لپاره داسې شواھد ندي تر سترګو شوي‪ .‬سره له دې چې د ټولنيزو اړيکو په برخه کې ډٻر کم تغيرات تر سترګو شوي دي‪ ،‬خو په ټوليز‬ ‫ډول داسې شواھد موجود ندي‪ ،‬چې د ملي پيوستون پروګرام دې په دې اړيکو باندې کومه روښانه اغٻزه ولري‪.‬‬ ‫د ملي پيوستون پروګرام د پروژې د پلي کٻدو پر مھال د نارينه او ښځينه کليوالو د اساسي زده کړې او محاسبې مھارتونه لوړ کړي دي‪ ،‬خو‬ ‫دغه اغٻزو د اوږده مھال لپاره دوام ندی کړی‪ .‬ھمدارنګه داسې شواھد موجود دي‪ ،‬چې د ملي پيوستون پروګرام دھغو ښځينه کليوالو شمٻر کم‬ ‫‪٤‬‬ ‫کړې دی چې ويل يې له خپل ژوند څخه خوښ ندي‪ ،‬چې کٻدای شي المل يې مشورتي خدماتو ته د ښځو د السرسي زياتٻدل‪ ،‬په محلي اداره کې‬ ‫د ښځو د ونډې اخيستو زياتٻدل او بنسټيزو خدمتونو او وسايلو ته د السرسي زياتٻدل وي‪ .‬خو د ملي پيوستون پروګرام د نارينه کليوالو په‬ ‫خوشحالۍ کومه اغٻزه نه درلوده‪.‬‬ ‫د ملي پيوستون پروګرام دې موضوع ته وده ورکړې ده‪ ،‬چې نارينه په سياسي فعاليتونو او محلي اداره کې د ښځو ونډه اخيستل ومني‪ .‬په‬ ‫ځانګړې توګه‪ ،‬دغه پروګرام په ټاکنو کې د ښځو د ګډون‪ ،‬د ښځو لخوا د کانديدٻدو‪ ،‬عامه خدماتو کې د ښځو د دندې او له غير حکومتي موسسو‬ ‫سره د ښځو د کارکولو پر وړاندې د نارينه وو رضايت ته زياتوالی ورپه برخه کړی دی‪ .‬د ملي پيوستون پروګرام ھمدارنګه‪ ،‬د کلي په شورای‬ ‫کې د ښځو د غړيتوب پر وړاندې رضايت او د کلي د مشرتابه په ټاکلو کې د ښځو ونډه اخيستنه زياته کړې ده‪ .‬په سياسي فعاليتونو او محلی‬ ‫حکومتولۍ کې د ښځو د ګډون په اړه د ښځو پر نظر د ملي پيوستون اغٻزې ډٻرې کمې دي‪ .‬ھمدارنګه د ملي پيوستون پروګرام د ښځو د زده‬ ‫کړې پر وړاندې د ټولنيزو خنډونو په برخه کې کمې اغٻزې لرلي دي‪.‬‬ ‫د ملي پيوستون پروګرام په محلي اداره کې د ښځو پر ګډون دوامداره اغٻزې کړي دي‪ .‬د شخړو په منځګړيتوب او د مرستو په تخصيص کې د‬ ‫ښځو د ګډون په برخه کې زياتوالی تر سترګو شوی دی‪ .‬که څه ھم د ملي پيوستون پروګرام د کليو تر منځ د ښځو په تحرکيت او تګ راتګ‪ ،‬د‬ ‫ښځو په ټولنيز کٻدو او په اقتصادي فعاليتونو او د کورنۍ په پرٻکړو کې د ښځو پر ګډون اغٻزه نده کړې‪ ،‬خو ھغه تکرر يې زيات کړی دی چې‬ ‫ښځې له خپل کلي څخه بھر سفر کوي‪ .‬په وروستۍ سروې کې د ملي پيوستون په کليو کې د ښځو په زيات احتمال په تٻر يوه کال کې له ګاونډي‬ ‫کلي څخه ليدنه کړې او په زيات احتمال يې د تٻرې مياشتې په اوږدو کې د ولسوالۍ مرکز ته سفر کړی دی‪.‬‬ ‫پايلې‬ ‫د ملي پيوستون لخوا تمويلٻدونکو خدماتي پروژو د څښاک اوبو او برٻښنا ته په السرسي کې د پام وړ زياتوالی راوستی دی‪ ،‬خو زٻربنايي‬ ‫پروژو کمه اغٻزه درلوده‪ .‬د ملي پيوستون پروګرام په اقتصادي مسايلو لکه مصرف او مالکيت باندې کمې اغٻزې لرلي دي‪ .‬خو بيا ھم د پروژو‬ ‫پلي کٻدو او د اختصاصي پيسو ورکړې په لنډمھالي ډول په اقتصادي وده کې ونډه درلوده‪ .‬ھمدارنګه دغه محرک د مرکزي او محلی ادارو په‬ ‫برخه کې د کليوالو نظرياتو ته ښه والی وربښلی دی او ھمدارنګه يې د نورو نھادونو لکه غير حکومتي موسسو او ايساف سرتٻرو په اړه‬ ‫دھغوی نظريات بدل کړي دي‪ .‬د حکومت په اړه د نظر په برخه کې د ملي پيوستون پروګرام په اغٻزو کې د پروژو تر بشپړٻدو وروسته د پام‬ ‫وړ کموالی رامنځته کٻږي‪ ،‬دا په دې مانا چې د حکومت مشروعيت په منظم او دوامدراه ډول د عامه خدماتو په وړاندې کولو او د خدماتو له‬ ‫وړاندې کوونکو سره په تعامل پورې اړه لري‪.‬‬ ‫د ملي پيوستون د پروګرام لخوا د کليوالي پراختيايي شورای ګانو رامنځته کٻدو د کلي د مشرتابه په پٻژندلو‪ ،‬نارينه کليوالو ته د محلي ادارې د‬ ‫خدمتونو په وړاندې کولو او په محلي اداره کې د استازو د ونډې په برخه کې ډٻرې کمې دوامداره اغٻزې لرلي دي‪ .‬سربٻره پر دې‪ ،‬د ملي‬ ‫پيوستون پروګرام د محلي ادارې په اړه د نارينه کليوالو نظر په وروستۍ سروې کې الپسې خراب کړی دی‪ .‬د دې المل په ظاھري ډول دا دی‬ ‫چې له پخوانيو مشرانو سره په موازي ډول کليوالي پراختيايي شورا ګانې جوړې شوې او د پروژې تر بشپړٻدو وروسته د شورای ګانو د ونډې‬ ‫په برخه کې روڼتيا موجوده نده‪.‬‬ ‫د ملي پيوستون لخوا د ښځو د ګډون غوښتنه او په پايله کې يې د پروژو په پلي کٻدو کې د ښځو ګډون د دې المل شوی دی‪ ،‬چې نارينه په‬ ‫ټولنيز ژوند او د ښځو د په ژوندانه کې ښه والی ومني‪ ،‬چې په پايله کې يې په محلي اداره کې د ښځو ونډه‪ ،‬مشورو ته د ښځو السرسی او‬ ‫تحرکيت زيات شوی دی‪ .‬دا او د ملي پيوستون د پروګرام داسې نورو اقتصادي‪ ،‬سازماني او ټولنيزې اغٻزو تر ډٻره په ښوونځيو کې د نجونو د‬ ‫زيات ګډون‪ ،‬روغتيايي خدمتونو ته د ښځو د السرسي او په ھغو کليو کې‪ ،‬چې ملي پيوستون پروګرام پکې پلي شوی دی‪ ،‬د اقتصاد په برخه کې‬ ‫د ښځو نظريات او خوش بيني زياته کړې ده‪.‬‬ ‫‪٥‬‬ ‫لومړی جدول‪ :‬په منځنې او وروستې سروې کې داغٻزو د نمبرو کارت‬ ‫منځنې‬ ‫وروستې‬ ‫فرضيې‬ ‫منځنې‬ ‫وروستې‬ ‫ګروپونه‬ ‫کورنې‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫د څښک اوبه‬ ‫‪‬‬ ‫‪  ‬‬ ‫وسايل‬ ‫·‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫برٻښنا‬ ‫‪ ‬‬ ‫‪ ‬‬ ‫ښځو ته مشورې‬ ‫‪-‬‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫‪ ‬زده کړې‬ ‫‪  ‬‬ ‫خدمات‬ ‫وسايلو‪ ،‬خدماتو او‬ ‫·‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫روغتيا‬ ‫زٻربناوو ته السرسی‬ ‫‪-‬‬ ‫·‬ ‫اوبه لګول‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫زٻربناوې‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫ترانسپورټ‬ ‫پروژې ته‬ ‫·‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫پروژې ته ترجيح ورکول‬ ‫·‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫ترجيح ورکول‬ ‫‪   ‬‬ ‫‪    ‬نظريات‬ ‫نظريات‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫·‬ ‫عوايد‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫مصرف‬ ‫زٻرمه او‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫شتمني‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫·‬ ‫جريان‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫پور اخيستل‬ ‫اقتصادي فعاليتونه‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫خوراکي خونديتوب‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫کرنيز‬ ‫توليد او‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫غير کرنيز‬ ‫بازارموندنه‬ ‫‪‬‬ ‫‪ ‬‬ ‫‪‬‬ ‫کورنی‬ ‫‪ ‬‬ ‫·‬ ‫کډوالي‬ ‫‪-‬‬ ‫·‬ ‫شخص‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫د مشر تداوم‬ ‫‪ ‬‬ ‫·‬ ‫د جرګې غړيتوب‬ ‫‪   ‬‬ ‫جوړښت‬ ‫‪   ‬‬ ‫د ښځو لخوا استازيتوب‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫·‬ ‫د خدماتو وړاندې کول‬ ‫‪  ‬‬ ‫‪‬‬ ‫د مشرانو فعاليت‬ ‫‪  ‬‬ ‫‪‬‬ ‫فعاليت‬ ‫محلی حکومتولي‬ ‫‪ ‬‬ ‫·‬ ‫د جرګې ونډه‬ ‫‪   ‬‬ ‫ګډون‬ ‫‪· ‬‬ ‫‪‬‬ ‫نظر‬ ‫کيفيت او‬ ‫‪ ‬‬ ‫·‬ ‫‪-‬‬ ‫·‬ ‫د مشرانو لخوا ماليات‬ ‫ګډون‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫·‬ ‫جرګې ته ترجيح ورکول‬ ‫‪  ‬‬ ‫‪‬‬ ‫ډموکراټيک معيارونه‬ ‫ډموکراتيک‬ ‫‪   ‬‬ ‫‪· ‬‬ ‫‪‬‬ ‫رای ورکول‪ /‬پوھه‬ ‫ارزښتونه‬ ‫‪· ‬‬ ‫‪‬‬ ‫ددولت منل‬ ‫ددولت‬ ‫‪  ‬‬ ‫‪‬‬ ‫‪ ‬‬ ‫·‬ ‫له دولت سره تړاو‬ ‫مشروعيت‬ ‫‪  ‬‬ ‫‪‬‬ ‫مرکزي اداره )حکومت(‬ ‫سياسي دريځ او دولت‬ ‫د حکومت په‬ ‫‪ ‬‬ ‫·‬ ‫محلی اداره‬ ‫‪  ‬‬ ‫‪‬‬ ‫جوړونه‬ ‫اړه نظريات‬ ‫‪ ‬‬ ‫·‬ ‫متحد فعاالن‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫د تاوتريخوالي پېښې‬ ‫‪-‬‬ ‫·‬ ‫د مخالفينو مالي عوايد‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫·‬ ‫شخړه‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫·‬ ‫د امنيت په اړه نظريات‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫·‬ ‫شخړې‪ /‬منځنګړيتوب‬ ‫ټولنيزې‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫·‬ ‫اعتماد‬ ‫اړيکې‬ ‫اساسي‬ ‫‪ ‬‬ ‫·‬ ‫‪  ‬سواد‬ ‫·‬ ‫مھارتونه‬ ‫ټولنيز معيارونه‬ ‫·‬ ‫‪‬‬ ‫‪‬‬ ‫خوشحالي‬ ‫‪· ‬‬ ‫‪‬‬ ‫خوشحالي‬ ‫·‬ ‫‪ ‬‬ ‫سياسي فعاليت‬ ‫د جنډر په اړه‬ ‫‪   ‬‬ ‫·‬ ‫‪‬‬ ‫کار‪ /‬ټولنه ‪‬‬ ‫دريځ‬ ‫‪٦‬‬ ‫·‬ ‫د نجونو زده کړې ·‬ ‫‪‬‬ ‫‪  ‬‬ ‫سيمه ييزه حکومتوالي‬ ‫‪   ‬‬ ‫سيمه ييزه حکومتوالي‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫ټولنيز کېدل‬ ‫‪  ‬‬ ‫‪‬‬ ‫د جنډر پايلې‬ ‫‪ ‬‬ ‫·‬ ‫تحرکيت‬ ‫·‬ ‫·‬ ‫فعاليتونه او پرٻکړې‬ ‫يادداشت‪  :‬د برخمن کٻدو عالمه ده‪  ،‬د معکوسو اغٻزو عالمه ده‪ · ،‬د اغٻزو د شواھدو د نشتوالي عالمه ده او – د معلوماتو د نشتوالي‬ ‫عالمه ده‪  ،‬د يو فيصد په کچه د احصايوي اھميت عالمه ده‪  ،‬د پنځه فيصده په کچه د احصايوي اھميت عالمه ده‪  ،‬د لس‬ ‫فيصده په کچه د احصايوي اھميت عالمه ده‪ .‬د )‪ (‬خړ رنګ د احصايوي اھميت کچې د له السه وتلو عالمه ده په دې صورت کې چې د‬ ‫لومړۍ سروې قيمتونه ورته کنټرول شي‪ .‬د )‪ (,‬شين او سور رنګ د احصايوي اھميت ترالسه کول په داګه کوي ) د برخمن کٻدو او‬ ‫معکوسو اغٻزو لپاره په ترتيب سره( په دې صورت کې چې د لومړۍ سروې قيمتونه ورته کنټرول شي‪.‬‬ ‫‪ ‬‬ ‫‪ ‬‬ ‫‪٧‬‬